Home خانه
زېبا اپريدۍ
زېبا اپريدۍ
آغلې زيبا آپريدۍ د خيبر د سردرو ويړې پښتونخوا يوه ننګياله پښتنه شاعره ليکواله سماجي ، سياسي مبارزه ده د عوامي نيشنل پارټۍ د پيښور ښار کشره سکتره ده او د خوېندې ادبي لښکر خيبر پښتونخوا مشره سکتره ده په خپله ژبه ، ادب ، کلتور او قام ورکه مئينه هم ددغې پښتنې مينې ليونتوب د خيبر پښتونخوا ګوټ ، ګوټ ته ادبي ، کلتوري دستورو ته د ځان رسولو سره څو وارې افغانستان کابل ته هم لاړه ده .
د آغلې زيبا آپريدۍ د ژوند ملګرے د پښتو ژبې ستر شاعر اديب ، دانشور ښاغلے فضل مومند دے . فضل مومند لکه د غر د آغلې زيبا په شا ولاړ دے او د هغې ادبي، سماجي او سياسي هلې ، ځلې ستائي او خراج ور وړاندې کوي . مونږ هم د آغلې زيبا اپريدۍ دغه هلې، ځلې ستايو خراج ور وړاندې کوو. د آغلې زيبا يو غزل نما نظم چې مختصر بحر کښې يې هر شعر مقصدي دے او د پښتو د کلاسک، جديد دور او د خپل عصر ځنې شاعران، ليکوالان ياد کړي او ستائيلي دي د هغې دغه نظم له تاسو سره شريک کوم .
اقبال حسين افکار
لیک: زیبا اپریدۍ
د سپرلي تانده غوټۍ يم
زه د غرونو ښاپیرۍ يم
له رقيبه نه ويرېږم
زه سرشاره افريدۍ يم
پښتنه ډکه له ننګه
د وختونو ملالۍ يم
خپل وطن باندې مئينه
ددې خاورې غرڅنۍ يم
زہ غزل یم هم ټپه یم
زہ چاربیته نیمکۍ یم
مينه مينه يم وفا يم
د شپونکي خوږه شپېلۍ يم
مدام هسکې سترګې ګرځم
ننګيالۍ يمه زمرۍ يم
د غليم د سترګو خار يم
د خوشال بابا لمسۍ يم
د غنی په فلسفه یم
د رحمان د شعر کړۍ یم
زه چپه د اباسین یم
د حمزه بابا بچۍ یم
د خاطر خیبر په خاوره
یو وړه شانتی کلۍ یم
د بانو سلمه د مینی
دکلثوم وړه ګوډۍ یم ..
د اظهار په ژبه وایم
ته بورا زه لولکۍ یم
قلندر او راز به ستایم
پُښتنه یم ننګیالۍ یم
د سیماب په لار به ځمه
یو طوفان یوہ,سیلۍ یم
صنوبر کاکاجی زہ ھم
سلسله د زندګۍ یم
ګجو خان احمد خان یاد کړم
بس یو آہ یوہ سلګۍ یم
د اجمل خټک د خاورې
لولکۍ یم ننګیالۍ یم
د عابد پہ پیښور کښې
ترانہ د ازادئۍ یم
د سائل د ارمانونو
د ماښام سپینه سپوږمۍ یم
پۀ مومندو کښې درنه یم
اپریدۍ یم اپریدۍ یم
د ایمل د کور سالو یم
د دریا چې کړوسۍ یم
د حسرت د باغ بلبله
د ګلونو غنچکۍ یم
د امان نصرت د مينې
ژوند پرسته شین خالئ یم
د افکار د فکر شمع
بلیدونکې یم لیتکۍ یم
د شيدا د چمن ګل يم
د حميد د باغ غوټۍ يم
د ميرويس بابا شمله یم
د وختونو ابدالۍ یم
د فضل دتودې مينې
د خيالونو شهزادګۍ يم
زیبا ډېر کۀ وخت بدل شو
زہ ولاړہ په سيالۍ یم
ــــــــ ـــ ــــ زیبا اپریدۍ ـ




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































