Home خانه
په بلوچستان کې هره ورځ خلک وژل کيږي
په بلوچستان کې هره ورځ خلک وژل کيږي
خیبر پښتونخوا د تاوتریخوالي او ناامنۍ ښکار ده، پنجاب له سیاسي بېباورۍ او بېثباتۍ سره مخ دی. کشمیر پرلهپسې د احتجاجونو شاهد دی، او سند د بېقانونۍ او وسلوالو جرمي ډلو له ستونزې سره لاس او ګرېوان دی. خو له دې ټولو جدي ملي ستونزو سره سره، ډېرو خلکو د دغو بحرانونو پر ځای یوازې د مولانا فضل الرحمن پر وینا شور جوړکړی. حقیقت تل تریخ وي، خو سترګې پرې پټول ستونزې نه حلوي.
د پاکستان هره سیمه له خپل ځانګړي بحران سره مخ ده. کورنۍ د سولې، امنیت، عدالت او اقتصادي ثبات په اړه اندېښمنې دي. کله چې يو څوک د خلکو اندېښنې او ستونزې مطرح کړي او د مسؤلینو پام ورته را اړول وغواړي، ځینې کسان پرې غوسه کېږي. یوه پیاوړې ټولنه هغه وخت جوړیږي چې له ستونزو سره مخامخ شي، نه دا چې ترې انکار وکړي. له مولانا فضل الرحمن سره که څوک موافق وي او که مخالف، د هغه د وینا ډېره برخه د واقعیتونو انعکاس دی.
دا هم یو حقیقت دی چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو ډېر عام سرتېري، پولیس او د ایف سي هغه اهلکار وژل شوي چې نسبتاً لږ معاشونه اخلي. خو د لوړپوړو جنرالانو زامن په لومړۍ کرښه کې نه تر سترګو کېږي. که دا جګړه د ټولو ګډه جګړه وي، نو باید د هرې طبقې خلک پکې یو شان ونډه ولري.
ایا د جنرال ضیاء الحق زوی؟ د جنرال پرویز مشرف زوی؟ د جنرال اشفاق پرویز کیاني زوی؟ د جنرال راحیل شریف زوی؟ د جنرال قمر جاوېد باجوه زوی؟ یا د جنرال عاصم منیر زوی په دې جګړه کې وژل شوی؟ نه. که دا جګړه د ټولو ده، نو ولې یې د قربانیو بار یوازې د عامو سرتېرو، پولیسو، ایف سي اهلکارو او د هغوی د کورنیو پر اوږو پروت دی؟ پولیس هم وژل کيږي، عام خلک هم خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ ایا بیا هم باید چوپ پاتې شو؟
لیکوال: تحسین الله خان
پښتوژباړه:اصل دين ځدراڼ.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































