Home خانه
د بلوچ لبریشن آرمي په بیان کې ویل شوي چې
د بلوچ لبریشن آرمي په بیان کې ویل شوي چې
د بلوچ لبریشن آرمي (BLA) له خوا په خضدار کې د شفیق مینګل، چې د «بلوچستان د داعش دپلار» په نوم هم یاد شوی، پر مرکز د برید په اړه په خپاره شوي بیان کې ادعا شوې چې په یوه ګډه غونډه کې د افغانستان د پخوانیو سرتېرو، د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د چارواکو، د داعش او لشکر طیبه د غړو موجودیت تایید شوی دی. د بیان له مخې، دا غونډه یوازې یوه امنیتي ناسته نه وه، بلکې د یوې ګډې شبکې د جوړېدو نښه وه.
د بلوچ لبریشن آرمي په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان پخواني پوځي کسان د پاکستاني استخباراتي چارواکو او د وسله والو ډلو له قوماندانانو سره یو ځای موجود وو. په دې اړه پوښتنه راپورته شوې چې دا کسان په پاکستان کې څه کوي، د هغه ځای په امنیتي او عملیاتي جوړښتونو کې دوی ته څه رول ورکړل شوی، او په داسې غونډو کې د ګډون هدف یې څه دی؟
په بیان کې دا هم ویل شوي چې د ځینو کارپوهانو په وینا، دغه شبکه هڅه کوي چې د پاکستاني امنیتي ادارو تر څار لاندې د افغانستان پخواني پوځي کسان د وسله والو ډلو په جوړښتونو کې شامل او منظم کړي. د دوی په اند، دا جوړښتونه ښايي د نیابتي ډلو د ملاتړ، د مذهبي افراطیت د پراختیا، د سیمې د بې ثباتۍ رامنځته کولو او د بلوچ مخالفینو پر ضد د عملیاتو لپاره وکارول شي.
دوی دا ادعا هم کوي چې د دې شبکې فعالیتونه ښايي تر افغانستان پورې هم وغځېږي او دغه کسان کېدای شي د دواړو خواوو د بې ثباته کوونکو پلانونو لپاره وکارول شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د پخوانیو سرتېرو د کارولو موضوع راپورته کېږي. له دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي چې پکې ادعا شوې وه چې ځینې پخواني افغان امنیتي کسان په پاکستان کې د وسله والو ډلو لپاره کارول کېږي. بلوچ ملتپالو ډلو هم څو ځله ورته ډول تورونه لګولي دي.
ژباړن:اصل دين ځدراڼ.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































