Home خانه
د کورنیو چارو وزارت یو سلاکار لیکلي
د کورنیو چارو وزارت یو سلاکار لیکلي:
"شاپور حسنزوی څلور مېرمنې لري، خپلې دریمې ښځې عریضه پرې کړې وه چې سخت ظ.لم یې ورسره کړی، نوموړی خپله ښځه دریم چت نه ښکته غورځولې چې د موټر په چت لګیدلې وه او وروسته یې نیږدې ګاونډیانو روغتون ته وړې، ددې پیښې ګاونډیان هم شاهدان دي، نوموړی هغه وخت پاکستان ته وتښتیده، د همدې شکایت له مخې کله چې څلور میاشتې وروسته وطن ته راغی، د کورنیو چارو وزارت نوموړی ونیوه او وروسته یې محکمې ته معرفي کړ.
په همدې موده کې یې ښځه په خپل رضایت او صلاحیت له خپلو ماشومانو او خپل ورور سره بهر هیواد ته خپل پلار کره ولاړه او په ښکاره یې ورته ویلي چې نور ورسره ژوند نه کوي، ځکه په وینا یې د داسې ظا.لم او بې رحمه سړي سره نور ژوند تیرول ورته د منلو نه دي.
اوس همدا کس چې ناسم رواني حالت سره مخ دی له کورنیو چارو وزارت څخه غواړي چې ښځه او ماشومان یې ورته حاضر کړي، نور حقیقت دا دی چې له ده سره هیڅ ظ.لم نه دی شوی بلکې د خپلو اعمالو سز.ا د خپلې کورنۍ له لوري ویني.
څوک چې پر خپلې ښځې او ماشومانو ظلم کوي، وهي، تهدیدوي او ژوند ورته جهنم ګرځوي، باید د قانون ځواب هم ووایي، نه دا چې ځان مظلوم وښيي".
نوموړي همدا راز زیاته کړې چې د افغاني دود له مخې نغواړي چې د ښځې ویډیو او غږیز کلیپونه یې نشر کړي خو دا عریضي یې رسنیزې کړۍ.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































