Home خانه
د کابل ښار دهمزنګ سیمه کې د یوې سترې استوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ، «افغان ملي ماڼۍ» د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې
د کابل ښار دهمزنګ سیمه کې د یوې سترې استوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ، «افغان ملي ماڼۍ» د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې
د کابل ښار دهمزنګ سیمه کې د یوې سترې استوګنیزې او سوداګریزې ودانۍ، «افغان ملي ماڼۍ» د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پروژې مسؤلینو ویلي، دغه ماڼۍ پر ۸۶۰۰ مربع متره ځمکه جوړه شوې او ټولټال ۴۴۰ استوګنیز کورونه لري. د ودانۍ ۱۰ پوړونه د استوګنې، ۳ پوړونه د سوداګریزو فعالیتونو او ۳ نور پوړونه د موټرو د تمځای (پارکینګ) لپاره ځانګړي شوي دي.
د مسؤلینو په وینا، د افغان ملي ماڼۍ په بشپړېدو سره به د کابل ښار د استوګنې او سوداګرۍ په برخه کې مهم اسانتیاوې رامنځته شي او د ښاري پراختیا په برخه کې به یو مهم ګام ثابت شي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































