Home خانه
خبرداری!
خبرداری!
نړیوالې ټولنې او د افغانستان حکومت ته پرانیستی لیک د کابل ښار د ژغورلو لپاره اووه لارې چارې
موږ شاوخوا ۱۵ کاله مخکې دا موضوع په فېسبوک کې راپورته کړې وه. زموږ خبره دا وه چې که حکومت او خلک په ګډه لاندې سپارښتنې عملي نه کړي، نو کابل ښار به د اوبو د کمښت له امله په یوه تش ښار بدل شي. یعنې د اوبو د نشتوالي له امله به د کابل اوسېدونکي نورو ولایتونو ته کډه وکړي او ښار به له خلکو خالي شي.
د دې اصلي لامل دا دی چې د ویالو، کوڅو او فرعي سړکونو پخېدل د دې سبب شوي چې د باران اوبه نورې ځمکې ته جذب نه شي او د ځمکې لاندې اوبو سرچینې بېرته تغذیه نه کړي.
له بلې خوا، په کابل کې د لوړپوړیزو ودانیو او بلاکونو چټک جوړېدل د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو بهیر لا ګړندی کړی دی. له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۳۹۰ کال پورې د اوبو سطحه هر کال شاوخوا ۳ تر ۴ مترو راټیټېده، له ۱۳۹۰ څخه تر ۱۴۰۰ پورې دا کچه ۶ تر ۷ مترو ته ورسېده، او له ۱۴۰۰ کال راهیسې د لوړپوړیزو ودانیو، د کډوالو راتګ او د نفوسو د زیاتوالي له امله هر کال ۱۰ تر ۱۲ مترو پورې ښکته کېږي.
که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، د ځمکې لاندې اوبه به تر ۲۰۰ مترو هم ژورې شي، چې عادي څاهکیندونکي به نور د اوبو ایستلو توان ونه لري او د برمهیي ماشینونو په وسیله د څاه کیندل به ډېر لګښت ولري. که دا ستونزه حل نه شي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به ډېر خلک کابل پرېږدي او د کورونو بیې به تر ۷۰–۹۵ سلنې پورې راولوېږي.
وړاندیز شوې لارې چارې
حکومت او خلک دې په خپلو کورونو او دولتي ودانیو کې د شاوخوا ۱۰ مترو جذبي څاهګانې وکیندي، څو د پخلنځیو اوبه بېرته ځمکې ته جذب شي.
په پارکونو او عامه ځایونو کې دې لویې جذبي څاهګانې جوړې شي او د ویالو اوبه دې ورته واړول شي.
د جوماتونو په انګړونو کې دې د اودس اوبو د جذب لپاره جذبي څاهګانې وکیندل شي.
د غرونو او غونډیو په لمنو کې دې د باراني اوبو د جذب لپاره مناسبې کندې او زېرمې جوړې شي.
د لوړپوړیزو ودانیو خاوندان دې د خپلو ودانیو مخې ته څو جذبي څاهګانې جوړې کړي.
د کابل شاوخوا سیمو او نورو ولایتونو کې دې د فرعي سړکونو د اسفالټ پر ځای جغلفرش ته لومړیتوب ورکړل شي، څو باراني اوبه ځمکې ته جذب شي.
حکومت دې د کابل د څښاک اوبو د تأمین لپاره د ګاونډیو ولایتونو د سیندونو اوبو د انتقال اساسي پروژې عملي کړي.
له خلکو غوښتنه کیږي چې دا پیغام په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړي، څو د ملګرو ملتونو، نړیوالو بنسټونو، حکومت او خلکو پام دې ستونزې ته واوړي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































