Home خانه
د لوګر سړک د دویم فاز عملي چارې په درېیو نقطو کې پیل شوې
د لوګر سړک د دویم فاز عملي چارې په درېیو نقطو کې پیل شوې
د کابل ـ لوګر د سړک د دویم فاز د رغنیزو چارو لومړني کارونه د قراردادي شرکت QCC له لوري په درېیو بېلابېلو نقطو کې پیل شوي دي.
د سیمې د اوسېدونکو او د ټولنیزو رسنیو د یو شمېر کاروونکو په غوښتنه د پروژې له ساحې څخه د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې د دویم فاز ابتدایي چارې په عملي ډول روانې دي او د کار بهیر دوام لري.
د کابل ـ لوګر سړک د هېواد له مهمو ترانسپورتي لارو څخه ګڼل کېږي چې د کابل او لوګر ولایتونو ترمنځ د خلکو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیا برابروي. د دې پروژې بشپړېدل به د ترافیکي ستونزو په کمېدو، د سفر وخت په لنډېدو او د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
د سیمې اوسېدونکي هیله څرګندوي چې نوی قراردادي شرکت به د لومړي فاز د تجربو په پرتله چارې په غوره کیفیت او چټکتیا سره پر مخ یوسي او پروژه به د ټاکل شوي پلان او قرارداد له مودې سره سم، یا تر هغې مخکې، بشپړه کړي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































