Home خانه
دجګړودپراخیدوویره ډیره شوه
دجګړودپراخیدوویره ډیره شوه
په انقره کې دناتودسرمشریزې ماحول بدل و. دټرمپ اواروپایې مشرانوترمینځ تفاهم ډاګیزو. داردوغان اوټرمپ ترمینځ شخصی ملګرتیاهم ښکاره وه. سږکال داغونډه پداسې وخت کې راغوښتل شوې چې دناتو غړي هیوادونه په دوه جګړو یعنې يوکراین او ایران کې ښکیل دي.
دتیرپه خلاف ددواړوجګړو په هکله ددریځ یووالي شتون درلود.
ددې غونډې دپایلې په توګه ښایې دایران محاصره نوره هم تنګه اوجګړه پراخه شي. دځمکنۍ نظامي مداخلې احتمال هم لوړدی. داسې بریښي چې امریکا به دروسیې په مقابله کې اروپایې دریځ تقویه کړي. بل لوری ته ښایې روسیه سیاسي پوخوالی وښیي اوجوړجاړي ته یو بل چانس ورکړي خو ایران دځان وژنې په لورروان دی. هغه ملک بقانلري چیرته چې یوه ملیشه ای ډله ملت اودولت دواړه یرغمال ونیسي.
پاکستان کې هم کورکمانډرانو غونډه دمعمول خلاف وه. په افغانستان باندې دنوروبریدونو خبرې کیدلې. زما په اند دایران په څیر دا ګاونډی هم دځان وژنې په لورروان دی. داسې بریښي چې دکورکمانډرانوغونډه کې تصمیم نیول شوی وي چې په کابل اوقندهار نوي هوایې او ځمکني بریدونه وکړي.
په یادساته چې دجګړي پیل آسان خوپای ته رسول یې ګران دي په تیره بیاچې مقابل لوری دې افغان وي.
دیوه بې ځایه شوي افغان په توکه مې ټولو لوروته مشوره داده چې جګړه بس اوسولې ته چانس ورکړی. پدې کې دټولو خیردی.
«والصلح خیر»




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































