Home خانه
د څه باندې ۲۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ازرې ولسوالۍ کې د دوو پروژو د کار چارې پیل شوې:
د څه باندې ۲۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ازرې ولسوالۍ کې د دوو پروژو د کار چارې پیل شوې:
د سېلابونو د مخنیوي په موخه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اړوند تنګ درې ۵ کلي او کڅوالو سپین جومات سیمو کې د استنادي دیوالونو د جوړولو دوو پروژو د کار چارې، د لوګر مرستیال والي، د یو شمېر ادارو رئیسانو، د ازرې ولسوالۍ مسؤلینو، د سیمې قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې پیل شوې.
د لوګر مرستیال والي، شی-خ انعام الله صلاح الدین وویل، الحمدلله په هېواد کې داسې مهمې رغنیزې پروژې پلي کېږي، چې د سیمې په کچه ساری نه لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د عالیقدر امی-رالمؤمنین حف-ظه الله د ځانګړې پاملرنې له مخې ازرې ولسوالۍ ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له بودجې پراختیايي پروژې په پام کې نیول شوې دي.
همدارنګه د ازرې ولسوالۍ د مشرانو په استازیتوب، مول-وي حسن رضا، ملک بلال نیکزاد او حاجي خوشحال د دغو پروژو پیل د سیمې د اوسېدونکو لپاره مهم وباله او له مسؤلینو یې د ازرې ولسوالۍ د غځېدلي سړک د جوړولو، امبولانس برابرولو او یو شمېر نورو رغنیزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
بل لورته د ازرې ولسوال، ق-اري صبغت الله تقوا وویل، ازرې یوه سرحدي او غرنیزه ولسوالۍ ده، چې اوسېدونکي یې لا هم ډېرو خدمتونو او پراختیايي پروژو ته اړتیا لري او باید دې ولسوالۍ ته جدي پاملرنه وشي.
دغه راز د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي سلاکار، انجنیر فضل الرحمن عمرزي وویل، د استنادي دیوالونو دغه دوه پروژې به د تنګ درې په سیمه کې د ۳۸۵ مترو او د کڅوالو سپین جومات په سیمه کې د ۴۵۰ مترو په اوږدوالي د شپږو میاشتو په موده کې جوړې شي، چې ټولیز لګښت یې څه باندې ۲۳.۵ میلیونه افغانۍ دی.
د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د یادو سیمو سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، ګڼ استوګنیز کورونه او عامه ځایونه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































