Home خانه
۵۰۰ مجاهدينو ته مرګ ژوبله !
۵۰۰ مجاهدينو ته مرګ ژوبله !
په ۱۳۶۸ لمريز کال کې په کونړ کې د شيخ جميل الرحمن اؤ حکمتيار ځواکونه سره ونښتل. د دواړؤ لوريو ترمنځ سخته جګړه پيل شوه ، چې د حزب اسلامي کسانو سخت شکست وخوړ. او خپل اکثره ځایونه یې د شيخ جميل الرحمن په مقابل کې له لاسه ورکړل، حکمتيار چې خبر شو د خپلو نظامي قوماندانانو غونډه يې راوغوښته او د ننګرهار ، لغمان ، لوګر ، پکتیا ، کندهار او نورو ډېرو ولایتونو ټوپکوال يې راټول کړل او بیا یې د شیخ جمیل په مرکزونو کونړ کې حمله وکړه اکثریت ځایونه یې ورڅخه ونیول او د شیخ جميل الرحمن کسانو باجوړ ته په شاتګ وکړ.
پدې جګړه کې نیژدې ۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او څه عربان هم په کې ووژل شول چې ددې پېښې وروسته په ۱۹۹۱/اګست/۳۰ مه ز کال شیخ جمیل الرحمن د یوې نړیوالې استخباراتي دسیسې په ترڅ کې چې زیات رول پکې د پاکستان استخباراتو لوبولی و، د یو تن مصري عرب عبدالله رومي لخوا چې تفنګچه يې په قرانکریم کې ځاى پرځاى کړې وه ، د جمعې په ورځ د خپل کور په مسجد کې د جمعې لمونځ څخه مخکې ۴ مرمۍ وویشتل شو او ووژل شو.
داوود امین
ساحل ساحل:
ددې جګړې پر وخت زه اته کلن وم او موږ په اسعداباد دمکلي کې استوګن وو هر څه مې داسې یاد شې لکه همدا اوس شېبه د شېخ صیب د جګړې قوماندان ارواښاد جانداد خان وو او د حکمتیار وحیدالله سباون او کشمیر خان وو شیخ صیب د حزب نه د سرکاڼو او مرکز اسعداباد سیمې ونیولې او غوښتل یې شیګل هم ترې ونیسي ځکه شیګل دحزب مرکزي پایګاه وه او ډېر سخت بریدونه یې پرې وکړل خو ونه توانېدل بالاخره حزب بېرته دخپلو ساحو دنیولو لپاره د نورګل،سرکاڼو له ګنجګل،منورې ولسوالۍ او شیګل له لورو حملې وکړې او د وهابیانو ډله یې وځپله او د پېج درې او باجوړ طرفونو ته ولاړل دغه کال باندې په کونړ اسعداباد کې یوه لویه چاودنه هم وشوه خلکو ویل دا سکاډ مزایل وو خو هغه د هغې بارودو چاودنه وه چې د اسختباراتي تجارانو له خوا په مرکز اسعداباد کې د اوسني اسقلال هوټل سره نږدې چې د امنیه قومانداۍ تر څنګ دی راټول شوي وو.او د ورځې ماسپښین مهال 1:30بجه چاودنه ورکړل شوه دا چاودنه لدغه جګرې نه درې میاشتې مخکې وشوه او وروسته بیا دغه جګره رامنځنته شوه.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































