Home خانه
استاد سیاف او ظاهر شاه !
استاد سیاف او ظاهر شاه !
ویل کېږي چې استاد عبد رب الرسول سیاف د جهاد او هجرت په کلونو کې د ظاهر شاه سخت مخالف و او پر هغه به یې توندې نیوکې کولې. خو کله چې ظاهر شاه له کلونو جلا وطنۍ وروسته کابل ته راستون شو، استاد سیاف په پغمان کې د هغه په ویاړ یوه درنه مېلمستیا او شانداره مراسم جوړ کړل.
د مراسمو پر مهال استاد سیاف د درناوي په توګه ظاهر شاه ته د یوه بنز موټر کلیانې د ډالۍ په توګه وړاندې کړې. خو ظاهر شاه د استاد سیاف په وړاندې د موټر کلیانې خپل پخواني بزګر ته ورکړلې او ډالۍ یې هغه ته وبښله.
وايي چې ظاهر شاه نه غوښتل چې د استاد سیاف شخصي ډالۍ د کوم سیاسي ائتلاف یا ځانګړې اړیکې د سمبول په توګه تعبیر شي. اؤ بله دا چې ظاهر شاه غوښتل استاد ته وښيي، چې د ملک سره وفاداري تر مادي ډالیو ارزښتمنه ده.
نوټ: دا چې په دې اړه ستاسو مالومات څه دي راسره يې شريک کړئ.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































