Home خانه
د افغانستان پخوانی راډيو تلويزيون او افغانفلم تکړه ژورنالیستان
د افغانستان پخوانی راډيو تلويزيون او افغانفلم تکړه ژورنالیستان
ښه پرودیسره او نطاقه میرمن روڼا دراني غورځنګ
آغلې روڼا درانۍ غورځنګ د خپلو زده کړو له پای ته رسولو وروسته له نن څخه نږدې څو دیرش کاله مخکې د افغانستان راډیو تلویزیون کې د یوې پرودیسرې په توګه دنده راپیل کړه.اصلا روڼا جانه د يوې درنې فرهنګي او منوری کورنۍ لور ده . هغې په راډيو افغانستان کې د کار د پيل سره سم خپل اغیزمنتوب څرګند کړ .
متجسسه، پوښتونکې،هڅانده او نوښتګره ژورناليسته وه او د غوره استعداد په برکت یې لږه موده وروسته د ځینو خپرونو نطاقي هم را پیل کړه .دې قدرمنې خور ډېر ژر د خپلو همکارانو په زړونو کې ځای ونیو او د خپلې ادارې يوه فعاله غړې شوه. رښتیا هېر مې نشي چې د روڼا جانې د ژوند ملګری ګران او قدرمن شېراقا غورځنګ هم د هماغه وخت تکړه نطاق او دکلماتور و چې دوي دواړه دا دی تر ننه د ژورنالیزم د سپیڅلي مسلک له لارې خپل رسالت ادا کوي او د افغاني ژورنالیزم د بڼ ښايسته ګلان دی .
آغلې درانۍ غورځنګ له دا ښايسته ډېرې مودې د امریکې غږ راډیو او ټلویزیون په څپو کې د یوې غوره پروګرام جوړونکې او ژورنالیستې په توګه ځان راڅرګند کړ او په دې توګه يې ثابته کړې چې يوه پښتنه مېرمنه هم کولای شي په سترو فرهنګي،ټولنیزو او مسلکي - علمي چارو او مقامونو کې خپل هېواد او ان بشریت ته د اغېزمن خدمت جوګه شي .
ډیر او نیکمرغه ژوند ورته غواړو.
(یوسف هېواددوست -افغان غږ راډیو -ډنمارک)




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه

































