Home خانه
د شاپور ځدراڼ پر مړینه د افغانستان ورزش لپاره لویه ضایعه ده
د شاپور ځدراڼ پر مړینه د افغانستان ورزش لپاره لویه ضایعه ده
د طالبانو مرستیال ویاند، حمدالله فطرت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني او نامتو تېز توپ اچونکي، شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګند کړې ده.
فطرت په خپل یو پیغام کې د ارواښاد د تېرو هڅو یادونه کړې او لیکلي یې دي: "نوموړي د افغانستان د کرکټ په تاریخ او د ورزش په ډګر کې د هېواد په ځلېدو کې بې ساري او نه هېرېدونکي خدمتونه کړي، چې مړینه یې د افغانستان د ورزش د کهول لپاره یوه لویه ضایعه ده."
نوموړي د دغه ستر ورزشي زیان له امله د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب د ارواښاد محترمې کورنۍ، د کرکټ بورډ ادارې او د نوموړي ټولو مینه والو ته وړاندې کړي دي.
حمدالله فطرت د خپل دغه پیغام په پای کې له څښتن تعالي څخه ځدراڼ ته د فردوس جنت او د هغه درنې کورنۍ ته د جمیل صبر استدعا کړې او د ارواښاد روح یې ښاد او یاد یې تلپاتی غوښتی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان کرکټ د دغه نامتو ستوري مړینې په ملي او نړیواله کچه د ګڼو مینوالو، چارواکو او ورزشکارانو د خواخوږۍ ډک غبرګونونه راپارولي دي.
#ABN | #HamdullahFitrat | #ShapoorZadran | #ACB | #AfghanistanCricket | #RIPShapoor




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































