Home خانه
ايا د زرداد د سپي په اړه پوهېږئ؟
ايا د زرداد د سپي په اړه پوهېږئ؟
ويل کېږي چې د پغمان يو تن وسله وال د عبدالله شاه پنوم د زرداد په پاټک کې پروت و.
نوموړي به د حقیقي سپي په څېر په مسافرینو برید کاوه او د زرداد په امر به یې هغوی په خپلو غاښونو داسې داړل چې د خلکو د بدن غوښې به یې راشکولې.
وايي چې هغه به د کابل په سروبي کې په یوه غار کې په زنځیرونو تړلی ساتل کېده. کله به چې مسافرو له زرداد سره د پیسو له ورکولو سرغړونه وکړه، هغه به له غار څخه راوېستل کېده ترڅو مسافر د مرګ تر بریده ووېروي.
عبدالله شاه نه یوازې د زرداد په پاټک کې مسافر لوټل او داړل، بلکې هغه په خپلو شخصي جرمونو کې هم یو خورا بې رحمه سلسله يي قاتل بلل کېده.
د رپوټونو له مخې هغه د ۲۰ څخه د زیاتو بې ګناه انسانانو په قتل تورن و. نوموړي خپله مېرمن په جوش اوبو سوځولې وه او خپله شیدې خوړونکې لور یې هم په ډېر وحشت سره وژلې وه.
د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته عبدالله شاه په کابل کې ونیول شو.
په ۲۰۰۲ ز کال کې د کابل په ستره محکمه کې د هغه ښکاره محاکمه پیل شوه. عبدالله شاه د ۲۰۰۴ ز کال د اپریل په ۲۰مه نېټه د کابل په پلچرخي زندان کې په شا باندې د ډزو په واسطه اعدام شو. دا د ط.البانو د لومړي رژیم له سقوط وروسته په افغانستان کې لومړنی رسمي اعدام و چې د وخت د ولسمشر حامد کرزي په لاسلیک ترسره شو.
نوټ: دا ليکنه مې له مختلفو ويب پاڼو مختصره کړې ده، ستاسو يې په اړه مالومات څه دي؟ خو زرداد د يو خبريال سره په مرکه کې دا خبرې د ځان په اړه يو اتهام بولي او دا خبره ردوي چې ګواکې زرداد په پاټک کې يو انسان د سپي پنوم ساتلی و.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































