Home خانه
کتاب ستاسو هغه دوست دی چې تاسو هيڅکله نه خوابدی کوي
کتاب ستاسو هغه دوست دی چې تاسو هيڅکله نه خوابدی کوي
ليکوال : حبيب اله غمخور
راسئ ددې شرمېدلی متل پر خلاف(( چې وايي که يوشۍ له چانه پټوې په کتاب کي یې کښېږېده ،ځکه افغان کتاب ته لاس نه وروړی )) ټول افغانان دملی او انساني مسوليت له مخې دقلم اوکتاب لوستلو په بڼه ملي مبارزه وکړو،ترڅوداشرمونکی متل زموږ له فرهنگ نه ورک سي .
خوښ يم چې پدې ورستيوکي دفيسبوک پر پانه يوشمر شاعران ،ليکوال او شاه زلمي دکتابونو په اړوند معلومات خپروی اولوستونکي دکتاب رانيولو اولوستلو ته هڅوی .
درنو دوستانو ستاسو دې معقولی ،ملی او انساني هڅي ماته داجرات راکړ چې دکتاب په اړوند دايوه خاطره درسره شريکه کړم .
درنو دوستانو !
کتاب رڼا خپروي مغذ اودژوندجونگړه دې روښانه ساتي ,نو دتورتم د ورکېدو لپاره درڼا په خپرو لوکې ستاسو سره لويه مرسته کتاب لوستل کولاي سی .
کتاب انسان له لېونتوب اوجهالت نه ژغوري ؛ستاسو په روح،روان کي مینه او محبت خپروي اودژوندپه ټولوچاروکي مو نه يوازي ملگری بلکی صادق رهنما اولارښود هم دئ.
دکتاب په لوستلو تاسو کتاب ليکونکۍ يعنی ليکوال هڅوی ، دليکوال هڅونه دملی فرهنگی اوعلمی شتمنۍ دپياوړ تيا،غني کېدو اوديوه ملت دپرمختگ سره لویه مرسته کوي .
کله چې زه په بانډارو اوديانورو اړېکوکې دوستان دکتاب رانيولو اولوستلو ته هڅوم دوي وايي اوس دکمپيوټردنياده دکتاب رانيولو ته اړتيا نسته .
متاسفانه دسوشل ميډيا او مخصوصاً دفسبوک په راتگ سره زموږ لوستو نکي يودم دومره بدل اوډيجيټل شول چې دپښتو او دری ډېرې معياري مجلې ودرېدلې اوس نه چاپېږي،دکتاب رانيولو سره علاقه ورکه سول ، خو په نوره پرمخ تللې نړۍ کې کاغذي کتاب، اخبار، مجلې او خپرونې د سوشل ميډيا له بدو اغېزو تر ډېره په امن کي پاتې شوې دي. دا مهال يواځې په جرمني کې شاوخوا ۳۲۰ ساحوي ورځپاڼې ، ۱۶ اونيزې او نږدې ۱۳۰۰ مجلې خپرېږي . زياتره دغه مجلې تخصصي دي او له سپورټ، روغتيا، ژبو، ادبياتو،تاريخ ، سوداگرۍ او سياسته نېولې، بيا تر سفر اود پخلنځي ترچارو پورې په گڼو اوبېلا بېلو مو ضو عاتو خپرونې اوچاپي نوی اثار او معلومات بازارته وړاندي کيږی .
خو کله چي سړی پدې اروپايي پر مخ تللې نړۍ کي وگوری نودلته هم په هر تجارتی مرکز کي يوه لويه کتاب پلورنځۍ وی اوهلته خلک ورځی اوکتابونه رانيسي،داددې خبری روښانه ثبوت دی چې دکتاب درلودل اومطالعه لوړ ارز ښت لري.ترکومه چي مادلته په سويډن کي کتاب پلورنځيو ته سر ورښکاره کړی دکتابونو قميت لوړ دی اوخلک یې رانيسي.
ددې ترڅنگ بايد يادونه وکړم چې کتاب دلته چې په اروپاکي چې دکمپيوټر جونگړه ده بهرترينه اوقيمتی ډالۍ ده .
ډيرخلک په مختليفو ځايونو ، ان په سرويس کي هم کتاب لولی ،يادبحر غاړي ته داب بازي لپاره ځې هلته هم په رېگو کي پروت وي او کتا ب لولي .
له يوشمېرنه ماپوښتنه کړې چې تاسو کله کتاب لولی؟وايي کله چې ستړی يم ياروحا نا ارامه يم اوغواړم استراحت وکړم او ارام سم نو په کوچ کي ورته کښېنم اودخپلې خوښي کتاب را واخلم او لولم یې .ماورته ويلی چې اوس خو هرڅه په کميوټرکي دگوگل له لاري پيدا کېداسي ،فی ډې اف يا جگيټال کتابتو نونه سته نو ضرورت څه دی چې کتابونه رانيسئ اوبياعلاهده ورته کښېنۍ او لولۍ یې؟ اوپه کمپيوټرکي هرڅه سته.
دوي راته ويلی دکتاب لوستل بېل کيف اودپوهاوی سره دمرستی ډيره عالی اوساده لارده.په کمپيو ټرکي مطا لعه هغه لذت او ارزښت نلري کوم چې د کتاب مطالعه یې لري .
رالنډوم یې دوستانو !
راسی چې لدې بهانونه ځان وژغورو چې هرڅه په کمپيوټر کي سته،کتاب را نيسو اوکتاب ولولو . څومره به ښه اوگټوره وي چي هرباسيواده شخصيت يو وړوکی کورنۍ کتابتون ولري،ځکه په کورکې دکتابونو شتون ستاسو داولادو نه اودوستان هم دکتاب لوستلو ته هڅوی.
غښتلی اوپېژندل سوی ليکوال اوسياستوال ماکسيم ګـورکـی دکتاب او مطا لعی په اړه څه ښه ویلې:زما ټوله لوړتیا اوښه والی دکتاب له برکت څخه دي، زما کتاب خوښــېږی،زما په نظر هر کتاب یوه معجزه ده، د پوهی له سرچـېـنی ( کتاب) سره مینه ولرۍ:کتاب ستاسو دژونـد پېټي سپکوی اودافکارو په ډول، ډول پریشانیو په درک کولو کـې مرسته درسره کوي اوتاسو ته در زده کوي چـې له انسان سره مینه اومحبت ولرۍ.
پدې هيله چې له جهالت او ناپوهی نه دخلاصون لپاره دکتاب سره دوستي پيل اووپالو .
دليکوالو اونورودوستانودلورېينو په برکت له نېکه مرغه زما دکورني کتابتون دکتابونو شمېر (( ۷۱۵)) ټوکوته رسېدلي دی . غواړم دلته يوځل بيا دخپلو ټولو درنوليکوالو،شاعرانو ،اديبانو اودکتاب له ليکوالو نه دزړه له کومي مننه وکړه چې زه یې تل په کتاب نازولۍ يم .
دامشورتی ليکنه به ددې غښتلي شاعر نجيب اله پتمن صاحب پدې شعر پايته ورسوم :
که کتاب می وسوځوی
په خاورو یې لیکم
که قلم می مات کړی
په وچ لرګی یې لیکم
که ښوونځی می وسوځوی
په کنډوالو کې زده کړه کوم
يادونه:دا لاندي انځورونه زمادکورنۍ کتابتون ،اودوسويډني ښځو ليکوا لو چې پخپلو کتابونو یې نارولی يم اودانورما ته دليکوالو دعلمي اثارو دډاليو بيلگې دې نه دځان ريکلامول چي حريفان ورنه بل ډول استفاده ونکړي .بېله دکتابونو لوستلو او ډله ايزو رسنيو اورېدو ليکل ماته اوپدې باور يم هرچا ته ناشوني دي .
پدې ټکو داليکنه رانغاړم چې په لوستلو یې دوستان او په ځانگړې توگه افغان شاه زلمي پوه سی چې کتاب یې دژوند يو وفادار دوست اوملگری دي چې هيڅکله جفا اوغلطي نه ورسره کوي .




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































