Home خانه
د برکي برک ولسوالۍ د درنو، پتمنو او غیرتمندو ولسونو لپاره یو بل د خوښۍ زیری
د برکي برک ولسوالۍ د درنو، پتمنو او غیرتمندو ولسونو لپاره یو بل د خوښۍ زیری
نن د مولوي محمد نقیب محمدي صاحب او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر صاحب ترمنځ په کتنه کې، د برکي برک ولسوالۍ د مهمې عامه پروژې منظوري ترلاسه شوه. د یادې پروژې له مخې به د رستمخیلو له څلورلارې څخه تر یوسف قلا او د ډبرو سړک پورې بیا د یوسف خان بابا قلا څخه تر شاه مزار پورې شاوخوا ۸ کیلومتره سړک په اساسي ډول جوړ او پخېږي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د مولوي محمد نقیب محمدي صاحب د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او تعقیب په پایله کې د برکي چاردهي څخه تر ۶۲ بستریز روغتون او د شیخیلو کلي پورې د سړک د اساسي او پخې جوړونې منظوري ترلاسه شوې وه، چې اوس مهال یې عملي چارې په بریالیتوب سره روانې دي.
موږ هیله لرو چې د دغو پرمختیایي پروژو په پلي کېدو سره به د سیمې د خلکو د تګ راتګ ستونزې کمې او د ولسونو د هوساینې او پرمختګ لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































