Home خانه
د حج او اوقافو وزارت که د غلا د وېش بازار؟
د حج او اوقافو وزارت که د غلا د وېش بازار؟
د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د جمعيت اسلامي غړی د کابل د خاکجبار اوسيدونکی د حج اوقافو وزير صديق چکري خپل ټولې د ژوند اړتياوې د حج اوقافو په وزارت کې له غلا څخه پوره کولې.
په ۲۰۰۹ ز کال ملي امنیت د حج اوقافو وزارت دوه تنه کارکوونکي ونيول چې د چکري ۳۶۲۰۰۰ ډالر يې بهر ته لېږدول.
د چکري داسې ثبتونه هم ملي امنیت ترلاسه کړي وه چې د رشوت د جوړ جاړي په اړه له خلکو سره غږېدلی و.
د افغان حاجیانو د قرارداد لپاره هر شرکت چکري ته ۷۵۰۰۰ ډالر ورکړي وه.
کله چې چکري ته دوسیه جوړه شوه د حامد کرزي يو کارکوونکي لوی څارنوال محمد اسحق ته ټليفون وکړ چې د چکري په دوسيه ډېر سر ونه خوږوي.
په داسې حال کې چې چکري ممنوع الخروج اعلان شوی و، لويې څارنوالۍ مکتوب ورکړ چې بهر ته سفر وکړي.
کله چې چکري لندن ته ورسېد لويې څارنوالۍ تائید کړه چې په چکري کوم جرم ثابت نه شو.
امريکايانو يو ځل افغان حاجیانو سره يو ميلون ډالره مرسته وکړه تر څو وړيا حج ادا کړي چکري په دې پروسه کې هم له هر حاجي څخه ۲۰۰۰ ډالره اخيستي وه.
د چکري له برکته به د هر هغه چا په حج کې بې نوبته نصيب و چې چکري ته يې پيسې ورکولې.
ويل کېږي چې چکري د م.جاهدينو په حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ اؤ سرحدونو وزير هم و.
چکري په ۲۰۲۲ ز کال کې د ط.البانو د کميسيون سره له اړيکو وروسته افغانستان ته راستون شو. اؤ دا ټولې ادعاوې يې د امريکا اؤ ناټو تورونه وبلل.
جاشو پارټلو - داوود امین




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































