Home خانه
د آحمدزیو قومي مشرانو ګډه اعلامیه
د آحمدزیو قومي مشرانو ګډه اعلامیه :
د دې لپاره چې زموږ په ټولنه کې د جګړو، وهلو ټکولو، خپلمنځي خفګانونو، بدیو او د انساني او مالي زیانونو مخه ونیول شي،
د اسلامي امارت په همغږۍ د احمدزیو قوم، ځنډیخیلو او د نورو نهو پلرونو مشرانو په ګډه پرېکړه کړې ده چې:
هر ډول خپلمنځي شخړه، لانجه او اختلاف باید لومړی د هماغه ټبر او کورنۍ د مشرانو له لارې په سوله ییز ډول حل او فصل شي.
که چېرې ستونزه په خپل ټبر کې حل نه شوه، نو اړوند لوري دې د احمدزیو د منازعاتو د حل کمیسیون ته مراجعه وکړي، ترڅو د اسلامي اصولو، عدالت او دود له مخې یې قضیه وڅېړل شي.
که په کمیسیون کې هم موضوع حل نه شوه، نو قضیه به د اسلامي امارت اړوندو قضایي مراجعو ته ولېږل شي.
همدارنګه، که د شخړې کوم لوری د ټاکلي وخت له مخې د یادې مرجع غوښتنې ته حاضر نه شي، نو وروسته به د شکایت او اعتراض حق ونه لري، او دواړه لوري به د شورا د پرېکړې منلو ته پابند وي.
له ټولو درنو ولسونو څخه هیله کېږي چې خپلمنځي اختلافونه د سولې، ورورولۍ او تفاهم له لارې حل کړي، د جګړو او تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي، او د قومي یووالي، امن او متقابل درناوي د ټینګښت لپاره د مشرانو له دې پرېکړې سره همکاري وکړي.
په درنښت
د احمدزیو نهو پلرونو ګډه قومي شورا




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































