Home خانه
طورخم؛ هغه دروازه چې د افغانانو د اوښکو، انتظار او سپکاوي شاهده وه!
طورخم؛ هغه دروازه چې د افغانانو د اوښکو، انتظار او سپکاوي شاهده وه!
څومره شپې او ورځې چې زموږ میندو، پلرونو، ماشومانو او سپین ږیرو د طورخم په دروازه کې په نوبت او انتظار تېرې کړې، ښايي تاریخ یې هېر نه کړي. د ویزو او قانوني پاسپورټونو لرونکي افغانان به هم د ساعتونو او ورځو لپاره سرګردانه وو، عزتونه به یې تر پښو لاندې کېدل او د خپل حق لپاره به یې زارۍ کولې.
د تجارت په ډګر کې هم هر ځل تاوان د افغان بزګر او سوداګر په برخه و. کله به چې زموږ د انګورو، رومیانو او نورو تازه محصولاتو موسم راغی، لارې به بندې شوې، حاصلونه به خراب شول، د بزګر د یو کال خولې به په څو ورځو کې له منځه ولاړې او سوداګر به له درنو زیانونو سره مخ شول.
خو نن وخت ثابته کړه چې افغان ملت د ستونزو پر وړاندې نه ماتېږي. هره دروازه چې بنده شي، افغانان ورته لس نورې لارې پیدا کوي. هغه ملت چې د سختیو په غېږ کې لوی شوی وي، د هیچا په رحم او منت ژوند نه کوي.
موږ د عزت، متقابل احترام او برابر چلند غوښتونکي یو. که یوه لار د سپکاوي او تاوان سبب وي، نو د هغې پر ځای سل نورې لارې غوره دي.که دغه لار بيرته خلاصيږی نو کلک تضمين دی ترينه واخيستل شي دغه لار نه يواځې زمونږ لپاره مهمه ده بلکی د پولی ابل طرف پښتنو ته هم ډيره مهمه ده او ډير تاثير يي په هغوی دی زمونږ دولت دی ښه په مهارت دغه دروازی پرانيستې لپاره شرايط وټاکي
سرلوړی دې وي افغان ملت، سرلوړی دې وي افغان بزګر او سوداګر!
(کاپي)




مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل مسکونه قریه زرغونشهر







































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه
































