Home خانه

په لوګر کې ښوونکو د لابراتواري تجربو روزنه ترلاسه کړه

پل علم، د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر،  پنجشنبې، تله ۳ مه

 محمد شاهپور"عرب"

logar larare 1 200د لوګر د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو سلو ښوونکو ته د ساینسي مضمونونو د لابراتواري تجربو په برخه کې ځانګړې روزنه ورکړل شوه.
دغه ورکشاپ، د لسو ورځو را پدیخوا د ښوونځیو د ښوونکو د وړتیا لوړونې په موخه د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ ریاست له خوا په دوو محلونو کې جوړشوی ؤ.
په دې ورکشاپ کې د ساینسي مضمونونو سلو تنو ښوونکو برخه اخیستې وه ، چې له دې ډلې لس تنه یي ښځینه ښوونکې وې.

 

  logar larare 1 380

logar larare 2 380

  په دې روزنیز پروګرام کې ښوونکو ته د ساینسي مضمونونو د لابراتواري تجربو په اړه په عملي او تجربوي بڼه روزنه ورکړل شوه ، ترڅو زده کوونکي په لابراتوارونوکې په عملي تجربو وپوهوي.
د خوښۍ ولسوالۍ یوه ښوونکي عبدالباسط وویل، چې دوی په دغه روزنیزپروګرام کې ډیرشیان زده کړي او له دې وروسته به خپلو زده کوونکو ته د تجربو په ښودلو سره زده کړې ورکوي.
هغه وویل، چې د لوګرد پوهنې اوسنې رئیس د خپلو ښوونکو د علمي کچې د لوړولو لپاره ښه پاملرنه کړې ده او د دوی لپاره یې سږکال ډیر اغیزمن ورکشاپونه جوړکړي دي.
د ویلووړده، چې په لوګرکې د روان کال له پیل راهیسې تراوسه پورې ۵۱۲ تنه نور ښوونکي هم د ساینسي مضمونونو د لابراتواري تجربو په برخه کې روزل شوي دي.

په درنښت
محمد شاهپور"عرب"
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند او د مطبوعاتو مسوول