Home خانه

د لوګر د پوهنې رئیس د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ لیدنه وکړه

پل علم،  د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبې، وږي ۳۱ مه

logar lab 1 200د لوګر د پوهنې رئیس د ساینسي مضمونونو سلو تنو ښوونکو ته له جوړشوي روزنیز ورکشاپ نه نن لیدنه وکړه. 
دغه نهه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ ریاست له خوا د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره د بي بي آمنې د نجونو او حضرت عمرفاروق "رض" د هلکانو په لیسوکې جوړشوی دی.

 

logar lab 1 380

logar lab 2 380logar lab 3 380logar lab 4 380

د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" په دغه لیدنه کې لومړۍ د ورکشاپ له برخه والو نه په ورکشاپ کې د دوی د ګډون له امله مننه وکړه. 
هغه دغه راز په دغه کتنه کې د ورکشاپ له ګډون والوغوښتنه وکړه ، چې په ورکشاپ کې ورښودونکي تجربې او نور مسائل په سمه توګه زده کړي. 
په دې روزنیز ورکشاپ کې ښوونکو ته د ساینسي مضمونونو( کیمیا ، بیولوژي، فزیک ، ریاضي او چاپیریال ساتنې) په برخو کې په عملي او تجربوي بڼه روزنه ورکول کیږي ، ترڅو دغه ښوونکي یاد مضمونونه زده کوونکو ته د نظري ترڅنګ په لابراتوارونوکې د عملي لوست په ډول هم ور زده کړي.