Home خانه

په لوګر کې د ښوونیزې څارنې او ارزونې کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

پل علم،  د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، یکشبنې، وږي ۳۰ مه 

workshop logar 1 200 د لوګر د مرکز او ولسوالیو د ښوونیزې څارنې او اورزنې د آمریتونو آمرانو او غړو ته د پوهنیزې کچې د لوړولو نهه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ نن پیل شو.
په هغه غونډه کې، چې د یاد ورکشاپ د پیل په موخه د محمدي اسلامي دارالعلوم د غونډو په تالارکې جوړشوی وه د والي نیازمحمد "امیري" په ګډون د ولایتي شورا رئیس ډاګټر عبدالولي "وکیل" ، د پوهنې رئیس انجینر محمد اکبر "ستانکزي" او یو شمیر نورو رئیسانو پکې ګډون کړی وه.

 

workshop logar 1 380workshop logar 2 380workshop logar 3 380workshop logar 4 380

د لوګر د پوهنې رئیس انجینرمحمد اکبر"ستانکزي" په خپلو خبرو کې د ورکشاپ له ګډون والو غوښتنه وکړه ، چې په ورکشاپ کې یادیدونکي مسائل په ښوونځیوکې پلي کړي. 
دغه ورکشاپ د پوهنې وزارت د عمومي زده کړود معینیت اړوند د څارنې او ارزونې د لوی ریاست لخوا د یاد دارالعلوم د غونډو په تالارکې پرانیستل شو.
په دې ورکشاپ کې د پوهنې ریاست او د ولسوالیو د پوهنې په آمریتونوکې د ښوونیزې څارنې او ارزونې په نوم د شته آمریتونو ۷ آمرانو اود څارنې ۳۲ تنوغړو پکې ونډه اخیستي ده. 
په دغه ورکشاپ کې د ګډونوالو د پوهې کچې د لوړیدو په موخه د ښوونیزې څارنې او ارزونې د اساساتو، د ښوونیزې څارنې د ارزښت او رول، ښوونیزمدیریت ، راپورجوړونې، د اونیزې،میاشتنې او کلنې درسي پلانونو د جوړولو ، تفتیش او یو شمیر نورو برخوکې نوې روزنه ورکول کیږي. 
د یادونې وړده، چې په لوګرکې دا لومړۍ ځل دي ، چې د ښوونیزې څارنې او ارزونې کارکوونکو ته داسي ګټور ورکشاپ جوړیږي.

په درنښت
 دلوګر د پوهنې ریاست د ویاند او مطبوعاتودفتر

د ټلیفون شمیره: ۰۷۰۰۹۲۹۷۳۴