Home خانه

په لوګر کې ښوونکو ته لس ورځنۍ ښوونیز ورکشاپ پېل شو

پل علم، د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، چهارشنبه ، وږي ۲۶ مه

lab logar 1 200د لوګر د مرکز او ولسوالیو د ساینسي مضمونونو ښوونکو ته د لابراتوار کارونې په برخه کې د عملي تجربو د زده کړې لس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پېل شو. 
په هغه غونډه کې، چې د بي بي آمنې د نجونو په لیسه کې د ورکشاپ د پېل په موخه جوړه شوې وه د ساینس آمر ښوونمل محمد یاسین "احمدي" په ګډون د یو شمیر لیسو آمرانوپکې ونډه اخیستي وه.

 lab logar 1 380

lab logar 2 380lab logar 3 380lab logar 4 380

د لوګرد پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ آمر ښوونمل محمد یاسین "احمدي" له ښوونکو غوښتنه وکړه ترڅو په ورکشاپ کې زده کړې تجربې په خپلو ښوونځیو کې پرزده کوونکو عملي کړي.
دغه ورکشاپ د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ ریاست له خوا دوومحلونوکې جوړشوی او ۱۰۰ تنو نارینه او ښځینه ښوونکو پکې ګډون کړی.
په دې روزنیز ورکشاپ کې ښوونکو ته د ساینسي مضمونونو لکه کیمیا ، بیولوژي، فزیک ، ریاضي او چاپیریال ساتنې په برخو کې په عملي او تجربوي بڼه روزنه ورکول کیږي ، ترڅو دغه ښوونکي یاد مضمونونه زده کوونکو ته د نظري ترڅنګ په لابراتوارونوکې د عملي لوست په ډول هم ور زده کړي.
د ویلو وړده، چې په لوګر کې د روان کال له پیل راهیسې تراوسه پورې ۴۱۲ تنه نور ښوونکي هم په یادو برخو کې روزل شوي دي.


په درنښت

محمد شاهپور"عرب"

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند