Home خانه

کرکټ بورډ: نبي عیسی خیل به په اسټرالیا او کوریا کی کپتان وي

m. nabi esakhil 200د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال اجرایوي مشر دوست محمد نظري وویل چې نبي عیسی خیل به داسټرالیا او کوریا په سفرونوکې کې دافغانستان ملي او الف لوبډلو کپتان وي.
نوموړي زیاته کړه چې نبي عیسی خیل به لومړې د راتلونکې یکشبنې په ورځ د ملي لوبډلې په مشرۍ اسټرالیا ته ولاړ شي.

د ښاغلي نظري په وینا چې له ملي لوبډلې سره په اسټرالیا کې د څوو ورځو تمریناتو او دغه راز د ټولو 4 تمریني سیالیو وروسته به نبي عیسی خیل له (الف) لوبډلې سره د یوځای کیدو په موخه (سویلي کوریا) ته سفر وکړي.
په اسټرالیا کې د افغانستان ملي لوبډلې تمریني 4 سیالۍ د سبټمبر په 28 مه نیټه خلاصیږي او نبي کولای شي چې په کوریا کې دلومړۍ سیالۍ وړاندې 3 ورځې ولري ترڅو یاد هیواد ته له اسټرالیا څخه ورسیږي.
افغانستان به په سویلي کوریا کې خپله لومړۍ کوارټرفاینل لوبه د اکتوبر په لومړۍ نیټه ترسره کړي.
د نوموړي په وینا چې نبي عیسی خیل تراوسه دافغانستان کرکټ ملی لوبډلې کپتان دي او په دواړو سیالیو کې به د ملي لوبډلې کپتاني په غاړه ولری.