Home خانه

د لوګر د پوهنې رئیس د اوونۍ په اداري غونډه کې ګډون وکړ

پل علم، د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، دوشنبې، وږي ۲۴مه

en. m. akbar stanekzai 200د لوګر د پوهنې رئیس د والي په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د اوونۍ په جوړه شوې اداري غونډه کې نن برخه واخیسته. 
دغه غونډه چې د والي نیازمحمد "امیري" په کوربه توب د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ جوړه شوې وه د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" هم پکې برخه لرله.

 

په دې غونډه کې بیاهم د نورو غونډو په شان د ځینو ریاستونو لخوا دغې غونډې ته د شویو وړاندیزونو د پریکړو په تړاو بحث وشو اوهم وړ تصمیمونه ونیول شول.