Home خانه

په لوګرکې د کانکور پر داو طلبانو د فورمو د ویش لړۍ پیل شوه

پل علم، د لوګردپوهنې ریاست دمطبوعاتودفتر، دوشنبې، وږي ۲۴مه

kankor lgar 200د لوګر د پوهنې ریاست د سږکال د دولسموټولګیو او د تیروکلونو په متفرقه زده کوونکو باندې د کانکور په سږنې ازموینه د ګډون فورمو د ویشلو بهیر پیل کړ. 
د دغو فورمو د ویشلو بهیر د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د مرکزاو ولسوالیو پر ۷۰ لیسو نن پیل شوه.

 

دغه فورمې په اړوندو لیسوکې سر له سبا ویشل کیږي او هره فورمه به د رهنمود له کتابچې سره د ۲۲۰ افغانیو په بدل کې د کانکور داو طلبانوته ورکړل شي. 
ټاګل شوې ده ، چې د لوګرد سږنې تعلیمي کال د کانکور په ازموینه کې نږدې ۵ زره داوطلبان ګډون وکړي. 
د یادونې وړده ، چې دغه بهیر یوه میاشت وخت نیسي او ویشل شوي فورمې به تر راټولو وروسته د لوړو زده کړو وزارت ته وسپارل شي.