Home خانه

د کرکټ نړیوالو سیالیو له جام څخه په کابل نړیوال هوایي ډګر کې تود هرکلی وشو

Kerket 1 200د کرکټ نړیوالو سیالیو جام چې له معمول سره سم ټولو ګډونوالو هیوادونو ته لیږدول کیږي، دا ځل د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په زیار افغانستان ته راولیږدول شو او د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې یې د کرکټ بورډ ادارې چارواکو او د کرکټ مینه والو لخوا تود هرکلی وشو.

په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود په خپله وینا کې داسې ووییل، "نړیوال جام سیالیو ته د ملي لوبډلې لارموندنه یوه اوږده مخینه لري او د افغانستان ملي لوبډلې په خورا زیار او هلوځلو سره د نړیوال جام سیالیو ته لارموندنه وکړه. موږ نن په یوه ډیر حساس پړاو کې یو او نن په خورا ویاړ سره د هغه نړیوال جام هرکلی کوو چې موږ په خورا بریالیتوب سره لارموندنه ورته کړې ده".

Kerket 1 380Kerket 2 380Kerket 3 380Kerket 4 380Kerket 5 380Kerket 6 380Kerket 7 380Kerket 8 380Kerket 9 380

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد چې د نړیوالو سیالیو جام یې له متحده عربي اماراتو څخه له ځانه سره راوړ، په کابل نړیوال هوایي ډګر کې یې رسنیو ته داسې ووییل، نړیوال جام ته لارموندنه او په نړیوالو سیالیو کې لوبیدل د افغان لوبغاړو، کرکټ بورډ ادارې او د ټول اولس یو ارمان وو. د لوی خدای ج په مرسته موږ نړیوالو سیالیو ته د لارموندنې سربیره دادی اوس له دغه جام څخه د ګڼ شمیر مینه والو ترڅنګ هرکلی کوو. زه باور لرم چې ملي لوبډله به له برابر شوي چمتووالي وروسته په نړیوالو سیالیو کې له ځانه ښې وړتیاوې وښایي.
د نړیوالو سیالیو جام د کابل په هوایي ډګر کې د ګڼ شمیر رسنیو په شتون کې له تاوده هرکلي وروسته د افغانستان اولسمشرۍ ماڼۍ ته ولیږدول شو.