Home خانه

د 2015 کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام (ټرافي) نن په ښکلي هرکلي کې افغانستان ته راوړل شوه

kerket jam 2015 2 200د 2015 کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام (ټرافي) نن په ښکلي هرکلي کې  افغانستان ته راوړل شوه. ټرافي د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې د دوه نامتو کرکټرانو پخواني کپتان نوروز منګل او اوسني کپتان محمد نبي عیسی خیل لخوا پداسی حال کې د کرکټ ملی لوبډلې ، چارواکو او مینه والو په وړاندې راښکاره شوه چې د دواړو لخوا نیول شوې وه.

kerket jam 2015 1 380kerket jam 2015 2 380

په ټرافي باندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړو هم لاسونه ووهل او د دغه جام د ګټلو اراده یی وښوده.

 رسنیو سره د خبرو وروسته دغه جام او ورسره دواړه کپتانان د کرکټ بورډ دلوړ پوړو چارواکو په بدرګه ارګ ته یوړل شو.

افغانستان ته د نړیوال جام راتګ د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کی څومره رول لوبولې شي.

منبع: ملی هیلی