Home خانه

د لوګر په ښوونځیو کې د شهیدانو اوونۍ ولمانځل شوه

پل علم دلوګردپوهنې ریاست د مطبوعاتودفترچهار شنبه، وږي ۱۹مه ...

Logar Maktab 1 200د لوګر د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې د افغان شهیدانو لپاره د قرآن شریف د ختمونو او دعاګانو مراسم نن پرځای شول. 
دغه مراسم د پوهنې وزارت د لارښوونې سره سم د نجونو او هلکانو په ټولو ښوونځیوکې ترسره شول.

 

Logar Maktab 1 380Logar Maktab 2 380

په دې مراسمو کې د ښوونځیو منسوبینو، ښوونکو او زده کوونکو د قرآن کریم له ختمونو وروسته پاک شهیدانو ته د دعا او فاتحې مراسم پرځای کړل.
وروسته د ښوونځیوآمرانو ، سرښوونکو او زده کوونکو په هیواد کې د تلپاتې سولې او امینت لپاره هم دعاوې وکړې.
د غونډو په پای کې زده کوونکو د شهیدانو په اړه ترتیب کړي ترانې ، مقالې او نورې لیکنې هم د غونډې برخه والوته واورولې.