Home خانه

د شهید اونۍ په لوګر ولایت کې ولمانځل شوه

شیرمحمد ((ستانکزی))

shahed logar 4 200د شهید اونۍ نن د لوګ  رولایت د ښاروالۍ په تالار کې ولمانځل شوه، په دې لمانځغونډه کې لوګر والي الحاج نیازمحمد امیري په ګډون د ولایتي شورا رئیس ډاکټرعبدالولي وکیل، امینه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحق زی، لسګونه تنه جهادي مشرانو، مجاهدینو، علماء وو، دولتي مسؤلینو او ځوانانو ګډون کړي ؤ.

 

shahed logar 1 380shahed logar 2 380shahed logar 3 380shahed logar 4 380

د پروګرام په پیل کې لوګر والي الحاج نیازمحمدامیري د شهیدانو په مقام او د افغانستان د غیورملت د جهاد په پیل خبرې وکړې زیاته يي کړه: زمونږ باتوروافغانانو دخپلې خاورې د ساتنې، دوطن دآزادولو، د دین او نوروملي ارزښتونوپه موخه خپل ځانونه قربان او دشهادت سترجام يي وڅښل. والي زیاته کړه، چې دحق دلارې شهیدانو کارنامې تل زمونږ په خاطروکې ژوندي پاتې اونه هیریدونکي دي اودلوګرمیشته ولس نه غوښتنه وکړه، چې دسولې لپاره هلې ځلې وکړي اوسوله په هیوادکې خپل فرهنګ وګرځوي.  وروسته علماء کرامو، جهادي شخصیتونواو دولتي مسؤلینو په خپل نوبت سره خبرې وکړې دمجاهدینوکارنامې او لاسته راوړنو ستاینې وکړې، چې د دوی له فداکاریو اومبارزو نن ورځ آزادي زمونږ په برخه شویدی. مولوی سیدمحمد دجهاد دوخت یو تن قومندان چې په دې غونډه کې خبرې کولې دشهید په منزلت اومقام داسلام له نظره ګډونوالوته معلومات ور کړل. دغه جهادي قومندان سوله په اوسني وخت کې دافغانانو لپاره اړین او اساسي کاروښودل. هغه دجمهوري ریاست له نوماندانو غوښتنه وکړه، چې دخپل هیواد دجوړونې، رغاونې او دملي یوالې په موخه ژرترژره سره موافقې ته ورسیږي او نوی حکومت جوړکړي. دولایتي شورای رئیس عبدالولي وکیل دغه لمانځغونډې ته په خپلوخبروکې دشهیدانوکارناموته نه هیریدونکې سرلیک ورکړاو دملي اتل احمدشاه مسعود، دلوګرپخوانی شهید ارسلاجمال او دنورو شهیدانو څخه یادونه وکړه، چې په وطن مین شخصیتونه اوخپل ځانونه دوطن دجوړیدو په موخه قربان کړیدي. وکیل هم د ټاکنوپه اړه یادونه وکړه، چې دواړه نوماندان سره په خپلوکې یوې ګډې هوکړې ته ورسیږي اوخپل نوی حکومت اعلام کړي. دغه پروګرام دلوګرولایت لخوا دلوګرښاروالۍ په تالارکې په لاره اچول شوې ؤ، چې دپروګرام په پای کې دهیواد شهیدانو پاکوارواحوته دعا وشوه اوپروګرام پای ته ورسید.

شیرمحمد ((ستانکزی))