Home خانه

په افغانستان کې دبودا د ۲۶۰۰ كلن ښار د حتمي تباهۍ دمخنيوي هڅه کې

logar aenak s واشنګټن پوسټ دمس عينك پر تاريخي ارزښت يوه تبصره كړې، په دغه تبصره كې ويل شوي چې دنړۍ يوه ډله لرغونپوهان ددې لپاره مبارزه كوي چې په افغانستان كې ديوې چينايي كمپنۍ له خوا د بودا ۲۶۰۰ كلن ښار له حتمي تباهۍ وساتي. مس عينك چې په لوګر كې يو ۲۶۰۰ كلن بودايي سیمه  ګڼل کېږي، ددوو علتونو له مخې ډېر مهم دى:

يو دا چې دلته په سل هكتاره ځمكه كې يو كمپلكس جوړ دى چې له بودايي معبدونو، مجسمو، يادګاري شيانو او لاسي نسخو څخه ډك دى او بل دا چې په دغه ځاى كې يوه دنړۍ تر ټولو دمسو ستره زېرمه ده. ددې رسنۍ دشننې له مخې، په ۲۰۰۷ كال كې يوې چينايي كمپنۍ د ۳،۵ بليونو ډالرو په بدل  كې مس عينک ددېرشو كلونو لپاره اجاره واخست او پلان لري چې له دغې زېرمې څخه له سلو بليونو هم زيات مس استخراج كړي. دا په افغانستان كې تر ټولو زياته پانګونه ده او دا دچين دهغه پلان يوه برخه ده چې غواړي دافغانستان له كانونو استفاده وكړي، په داسې حال كې چې افغان حكومت به له دې څخه هر كال بالقوه ۱،۲ بليونه ډالر عايدات ولري.

واشنګټن پوسټ زياتوي چې په ۲۰۰۹ كال كې چينايي كمپنۍ لرغونپوهانو ته  درې كاله وخت وركړ چې له دغه ځاى څخه پخواني اثار را وباسي او دمسو له استخراج وړاندې يې له دې ځاىه ولېږدوي. له هغه مهاله راهيسې لرغونپوهان په دې هڅه كې دي، هغه څه خوندي كړي چې دوى يې يو ستر مذهبي ځاى بولي. له لرغونپوهانو سره اندېښنه ده چې هسې نه دا هم په باميان كې د بودا مجسمې پر سرنوشت اخته نه شي چې په ۲۰۰۱ كال كې طالبانو په بمونو والوځوله.

برينټ هيوفمن چې يو مستند فلم جوړوونكى او په شمال لويديځ پوهنتون كې پروفيسر دى، وايي: (زه په ۲۰۱۱ كې مس عينک ته لاړم او سمدستي مې له  دغه افسانوي ځاى سره مينه پيدا شوه. ما داسې احساس كړه چې زه بايد دراتلونكو افغان نسلونو او نړيوالې ټولنې لپاره ددغه كلتوري ميراث دساتنې په برخه كې هر هغه څه وكړم چې زما له وسه پوره دي.) هغه سي، ان، ان ته په يوه ليك كې ويلي: (زه دغه بودايي ښار چې معبدونه، ماڼۍ او دبودا زرګونه مجسمې په كې دي، هك پك كړم چې بايد له غلو او طالبانو څخه خوندي پاتې شي.)

دى پلان لري چې دبودا پر دغه لرغوني ښار يو فلم جوړ كړي. دى استدلال كوي چې ګواكې لرغونپوهان ددغه ښار دلرغونو آثارو دژغورلو په برخه كې ډېر لږ پرمختګ كړى. په افغانستان كې يوه لرغونپوه واشنګټن پوسټ ته ويلي چې دغه ښار دومره ستر دی چې لرغونپوهانو ايله په خپله لس كلنه مبارزه كې وپيژنده. ددغه فلم نوم به چې هيوفمن يې جوړوي، دمس عينك بودا وي او په دې كې به له بودايي عالمانو، له افغان سياستوالو، په ځانګړې توګه له هغو افغانانو چې په افغانستان كې دچين له پانګونې ملاتړ كوي، له امريكايي پوځي ستراتيژستانو او له چينايي كارپوهانو او سوداګرو څخه دكركترونو په توګه كار واخستل شي. هيوفمن وايي چې دده دفلم له بركته به له يوې خوا دخلكو پوهاوى لوړ شي چې مس عينك خوندي كړي او له بلې خوا به په افغانستان كې دهغو كلتوري ځايونو چې يا پر كانونو او يا هم دكانونو تر څنګ جوړ دي، دورته تباهۍ مخه ونيوله شي.

منبع خدمتگار