Home خانه

لوګري ځوانان دي بوخت شي

اعلامیه سه شنبه ۱۸-۶-۱۳۹۳

walli logar 1 200د لوګر ولایت د مرکز په ګډون د بیلا  بیلو ولسوالیو لسګونه غړیو نن د یوي غونډي په ترڅ کې د دغه ولایت له والۍ نیازمحمد امیري سره د ورستیو ناامنیو، ملکې وګړو مرګ ژوبلي، د ځوانانو بي کاری، په ادارو کې فساد، پوهني او روغوني په اړه خپلي اندښني شریکي کړي.

 

walli logar 1 380

د لوګر د مدني ټولنو اتحادي مشر خان ولي احمدزي جوړي شوي ناستي ته وویل دیادو ستونزو سره بیره اوس مهال په لوګر ولایت کې سلګونه تنکې ځوانان بي کاره شوي دي او حتي ځینو نورو یي د اقتصادي ستونزو له کبله له هیواده دباندی سفرکولو ته اړ شوي دي.

walli logar 2 380walli logar 3 380

ښاغلي احمدزي دلوګر په والي غږ وکړ چې په دغه ولایت کې امنیت،بیاروغوني د فساد په مخنوي او ځوانانو ته دبوختیا په برخه کې ترنورو ډیري هلي ځلي وکړي.
ورسته دلوګردځوانانو ټولنېزي اوکلتوري ټولني یوشمیر غړیو نثاراحمد سقیم ستانکزي،مستري زلمي،محمد حنیف احمدزي،حاجی تحصیل او محمد شریف خوشحال خبري وکړي.
جوړي شوي ناسته ته د لوګر والۍ نیازمحمد امیري د ځوانانو نیوکې او غوښتني پر ځاي وبللي او زیاته یې کړه چې اوس مهال دافغانستان د ولسمشري ټاکنو پر سر ناندریو ددوي کارونه پنځوس سلنه ټکني کړي دي،کله چې دولسمشري دوهم پړاو ټاکنو پایلي اعلان شي نو ډیر ژره به په لوګر کې بدلون او سمون رامنځته شي.

walli logar 4 380walli logar 5 380

ښاغلي امیري دلوګر د ځوانانو ټولنېزي او کلتوري ټولني کارونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې ددغه ولایت په کچه یې کړنی کړندي دي او ډیر ژربه ورسره دایې هم خپلي مرستی وکړي.
داپه داسي حال کې ده چې په دي ورستیو کې دلوګر د مدني ټولني غړیو خوځښتونه ګړندي شوي دي.

د لوګر د مدني ټولنو اتحادي مرکزي دفتر پل علم ـ لوګر