Home خانه

!په ولسي جرګي كي د لوګر ولايت د منتخب استازي الحاج محمداكبرستانكزي د شهيدانو د اوني په مناسبت پيغام

m. akbar stanekzai 200د خداى پاك په لار كښې شهيدانو ته مړه مه وايئ ‘ هغوي ژوندي دي ، ليكن تاسو نه پوهيږئ. په رښتيا چي شهادت ډير لوړي مقام لري لومړی زه د ټولو شهيدانو کورنيو ته د زړه له کومې تسليت وايم او د پاک پروردګار له درباره په فردوس جنت کې د شهيدانو لپاره د ډېر لوړ مقام غوښتونکي يم.

 ګرانو هيوادوالو!

له ډيرو کلونو راهيسې په افغانستان کې جنګ جګړو د افغانانو ژوند ته درانه زيانونه واړول او د افغانستان ټولنيز نظام يې په هر اړخيز ډول له شکنجو او ستونزو لاندې راوست، دافغانستان دښمنان د خپلو شومو موخو د لاسته راوړلو لپاره د دې هيواد په انسانانو، ژويو، ونو، غرونو، سيندونو او حتي د هوا په مرغانو هم صرفه ونکړه او خپلې له قهره ډکې زهرجنې وسلې يې پرې وکارولې. خو د افغانستان قهرمان ملت د ددي هيواد له ډشمنانوله قوت او ځواک څخه ونه ويريدل او د هغوي درنو او زورو وسلو ته خپلې سينې ډال کړې او ګران هيواد د ازاد ساتلو لپاره يې خپل سرونه په تلي کې کېښودل او خپلې وينې د دې خاورې د زرغونولو لپاره ورکړې. تاريخ شاهد دي، چې دې ملت د افغانستان د ازاد ساتلو او پدې هيواد کې د يو خپلواک ټولنيز نظام د رامنځته کولو، د سياسي اقتصادي او علمي پرمختګونو لپاره په ميليونونو ځوانان، سپين ګيري ماشومان، او حتي د هيواد غيرتمنې پيغلې شهيدان ورکړي. 
دافغان مجاهداو اتل ولس ! 
د افغانستان په تاريخ کې هغه څوک چې د دې وطن د ساتلو لپاره يې سرونه قربان کړي دي، وينې يې توي کړي دي، ولږې، تندې، هجرتونه او زحمتونه يې ګاللي دي، د هيرولو وړ ندي او تل لپاره يې بايد ستاينه وشي. همدغه شهيدان او قربانۍ ورکوونکي خلک و چې نن دغه هيواد په هر ډګر کې د پرمختګ او ترقۍ په لور ګامونه اخلي او په ځانګړي ډول د علم او نوي ټکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ د پرمختللو هيوادونو سره د سيالۍ لپاره ځان چمتو کوي. د افغانستان ملت خصوصاً ځوانان بايد پاملرنه وکړي، تر څو د دغو شهيدانو د قربانيو او د دوي ارواح ګانو ته د درناوي او د دوﺉ د لوړ هويت د ساتلو لپاره مټي راونغاړي او د قلم له لارې دغه جهاد ته ادامه ورکړي او دغه هيواد په پرمختللې پوهه علمي لاسته راوړنو سنبال کړي. څو له يوې خوا د افغانستان د ميليونونو شهيدانو هغه ارمانونه او هيلې، چې د دې وطن د سرلوړۍ لپاره يې درلودلې پوره شي او له بلې خوا دغه هيواد نور د پرديو د احتياجۍ او لاسوهنو څخه خلاص شي، ځکه د يو هيواد د پرمختګ او له ستونزو څخه د وتلو يوازنۍ لاره علم او پوهه کيدلي شي. 
ګرانو هيوادوالو! 
زموږ خلک اوس او په را تلوونکي وخت کې تل د ده او دخپل ګران هيواد دلارې اود نورو شهيدانو دپاکې وينې په قدر پوهيږي او بيځايه نه ده چې هرکال دغه ورځ او د خپل هيواد د ګرانو شهيدانو د وينې د توئيدو د ورځې په توګه نمانځي. يوځل بيازموږ د ګران هيواد افغانستان د شهيدانو د شهادت د تلين په مناسبت دخپلې ډاډګيرنې مراتب خپل مسلمان او اتل ملت ته وړاندې کوم او هيله لرم چې د هيواد ځوانان د خپلو پلرونو او نيکونو په شان تل دخپل هيواد او د خپلو خلکو د عزت او پت ساتندويان واوسي.

زموږ د ګران هيواد افغانستان د آزادى او خپلواکي د لارې د ټولو شهيدانو اروا دې ښاده وي.
سرلوړي او ژوندي دي وي افغانستان !

منبع: ملی هیلی