Home خانه

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټي د ستونزې د حل غونډه وشوه

شاه پور د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر پل علم چهارشنبه، وږي ۱۲مه

khushi logar 1 200د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونکو لپاره د منظور شوي ښارګوټي پر وړاندې د راپیدا شوي ستونزې د هواري په مؤخه نن غونډه جوړه شوه. دغه غونډه، چې د یادې ولسوالۍ د غونډو په تالارکې جوړه شوې وه، والي ښاغلي نیازمحمد "امیري" ، د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر "ستانکزي" ، ولسوال ښاغلي بسم الله "خوشیوال" ، د پوهنې آمرښاغلي الحاج عبدالقیوم "احمدي" ، د ښارجوړونې وزارت انجینرانو، قومي مشرانو، د ښوونځیو آمرانو او سرښوونکو پکې برخه اخیستې وه.

 په دې غونډه کې د یادو تللو دولتي چارواکو ، قومي مشرانو ، د ښوونځیو منسوبینو او ښوونکو ترمنځ، د دې ولسوالۍ ښوونکو ته د منظور شوي ښارګوټي د لومړنیو کارونواو خط اندازۍ د چارو د پیلولو په اړه بحث او خبرې وشوې او وړ تصمیمونه ونیول شول.

khushi logar 1 380khushi logar 2 380khushi logar 3 380khushi logar 4 380khushi logar 5 380

په غونډه کې، د ټولو ګډون کوونکو په خوښه د ولسوال او امینه قوماندان په مشرۍ د قومي مشرانو او ښوونکو د استازو په ګډون یوه شپږ کسیزه کمیټه وټاکل شوه ترڅو د دغه ښارګوټي د جوړونې او خط اندازۍ چارې د ښارجوړونې وزارت د ورغلو انجینرانو په لارښوونه پیل کړي.

د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" وویل ، چې د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونکو ښارګوټی په ۳۵۰ جریبه دولتي ځمکه کې جوړیږي او ټولومستحقوښوونکواو کارکوونکو ته به نمرې ورکړل شي.

دیادونې وړده ، چې د خوښۍ ولسوالۍ ښوونکي هم د دغه ښارګوټي پر جوړولو خوښي څرګندوي او وایې ، چې د ښارګوټي په جوړیدو سره به د دوی د سرپناه ستونزه حل شي.

په درنښت

 دلوګر دپوهنې ریاست ویاند اود مطبوعاتومسوول

ټلیفون شمیره: ۰۷۰۰۹۲۹۷۳۴