Home خانه

!ټولو د مس عینک د ټیم مینه والو ته دی مبارک وی

(اکرم )

miss aynan logar 200 دا چې تاسی ته بهتره معلومه ده په سږ کال شپږیزی ټورنمنټ کې پنځو قوی زونونو برخه درلوده چی د هغې له جملی څخه بند امیر ښاماران. مس عینک اتلان .بست ساتوونکی .امو نهنګان او سپین غر زمریان وو هر یوه واقعا خپله وړتیا وښوده .

 

سپین غر څلور لوبی وکړی دری یی وبایللی یوه یی وګټله امو نهنګانو د سیمی فاینل سره پنځه لوبی وكړی دری یې وبایللی دوه یې وګټلی بست ساتوونکو د سیمی فاینل سره پنځه لوبی وکړی دری یی و بایللی دوه یې وګټلی مس عینک اتلانو د فاینل سره شپږ لوبی وکړی دوه یی وبایللی څلور یی وګټلی او بد بخته بند امیر ښاماران د فاینل سره شپږ لوبی وکړی پنځه یې وګټلی او یوازی په پایلوبه کې یې د مس عینک اتلانو څخه ماتی ومنله.

چې دی سره د سږ کال شپږیزی سترو سترو سیالیو اتله لوبډله مس عینک اتلان شوه.

 جالبه خو دا وه چې د تیر کال شپږیزی سالیو اتله لوبډله سپین غر زمریان دا ځل په وروستی مقام کې راغله .

 د افغان کریک انفو خدماتی اداره یې د مس عینک اتلانو مینوالو ته د دې سترو سیالیو اتلوالی مبارکی وایې!

په شپږیزو سیالیو کې د مس عینک د اتلولۍ په خاطر تاسو ټولو ته مبارکي وایوو. ګلبدین نایب و، چې مس عینک یې په پایلوبې کې اتل کړ. موږ د ګلبدین نایب د ښکلې لوبې ستاینه کوو.

 اتلوالی مو مبارک شه!!!

(اکرم )