Home خانه

په لوګر کې د زده کوونکو ترمنځ د غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسیدې

شاه پور د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر خبرپاڼه سه شنبه، وږي ۱۱مه

pohani logar 1 200د لوګر د مرکزاو دریو ولسوالیو د ښوونځیو ترمنځ د فوټبال ، والیبال او کرکټ د غوره لیګ لس ورځنۍ سیالۍ نن پای ته ورسول شوې.

په هغه غونډه کې، چې د پل علم ښار اړوند د کوچیانو د لیسې په لوبغالې کې پر غوره لوبډلو باندې د برابره شویو جایزو او ستاینلیکونو د ډالۍ کولو له امله جوړه شوې وه د پوهنې ریاست د تدریسي مرستیال وزیراحمد "مومند" په ګډون د بدني روزنې مدیر نثاراحمد "نوري" او په دې لوبه کې د برخه اخیستونکولیسو آمرانواو سرښوونکو برخه اخیستې وه.

 

pohani logar 1 380pohani logar 2 380pohani logar 3 380

د فوټبال ، والیبال او کرکټ د غوره لیګ دغه لس ورځنۍ سیالۍ د لوګرد پوهنې ریاست د بدني روزنې مدیریت په زیار د کوچیانو د لیسې په لوبغالې کې پیل شوې وې.

په دغو سیالیو کې د مرکزپل علم په ګډون د خوښۍ ، بره کي برک او محمدآغې ولسوالیود بیلا- بیلو لیسو ۷۸ لوبډلو ګډون کړی وه.

د والیبال په سیالیو کې د کلنګارجهادي لیسې لومړی، غازي امین الله لوګري لیسې دویم ، دهنو لیسې دریم ، همدا ډول د فوټبال سیالیو کې د کلنګارجهادي لیسې بیاهم لومړۍ، بره کي راجان دویم ، محمدآغې لیسې دریم او همدا رنګه د کرکټ په لوبوکې د کوچیانو لیسې لومړۍ، حامد کرزي دویم او د سرخ آباد لیسې دریم مقام خپل کړل.

د یادولو وړده ، چې دغه سیالۍ د یادو ولسوالیو په ښوونځیو کې د غوره لیګ لوبډلو د ټاکلو په مؤخه په لاره اچول شوې وې.

په درنښت

 د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر