Home خانه

په لوګر ولایت کې د جګړو ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

شیرمحمد ((ستانکزی))

hjalp logar 200پرون د وږې په لسمه  دلوګر ولایت د بره کي برک او څرخ ولسوالیو د جنګ ځپلو ۲۱ تنه کورنیو سره د وړکې تجارت او مالداریو مرسته وشوه. د لوګر د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو رئیس طاهرشاه بلال چې د مرستو ورکولو پرمهال شتون درلود زمونږ خبریال ته وویل:

 

په دغه مرستوکې دوړکې تجارت لکه رختونه، خوراکه توکې او دمالداریو په برخه کې پسونه اوغواووې شاملې دي. بلال شاه زیاته کړه، دغه کورنیو په دې ورستیو جنګو نواودملي اردو اوائیتلافي قواووپه ګډ چاڼیزعملیاتوپه ترڅ کې زیانونه لیدلي دي، ورسره مرستې وشوې. دطاهرشاه بلال په خبره، دغه مرسته دهمکارې موسسې (آی. آر. ډی) اود لوګردکار، ټولنیزو، شهیدانواومعلولینو ریاست په مرسته ۹ کورنیوته دمالداریوچې هرې کورنۍ ته درې سره غواوې اوپسونه او ۱۲ کورنیوته دوړوکې تجارت دهټۍ (دکان) توکومرستې ورکړل شوې.

شیرمحمد ((ستانکزی))