Home خانه

د لوګر د پوهنې رئیس په اداري غونډه کې ګډون وکړ

شاه پور پل علم ، د لوګر دپوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، وږي ۱۰مه

maref logar jalse 200د لوګر د پوهنې رئیس د والي مرستیال په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د اوونی په جوړه شوې اداري غونډه کې نن برخه واخیسته.

دغه غونډه،چې د ولایت مقام د غونډو په تالارکې د والي مرستیال ښاغلي فیض محمد "میرزا زاده" په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ جوړه شوې وه د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" هم پکې برخه اخیستې وه.

 

په دغه غونډه کې د لوګر د پوهنې ریاست په ګډون د یو شمیر نورو ریاستونو لخوا دغې غونډې ته د شویو وړاندیزونو د پریکړو په اړه بحث وشو.

په دې غونډه کې د لوګرد پوهنې ریاست د دوو وړاندیزونو په اړه ، چې یو یې د مرکزپل علم په کډون د ازره او خروار ولسوالیو ښوونکو ته د ښارګوټو جوړولو لپاره د ځانګړو ځایونو د ټاکلو او بل یې هم د بیسوادۍ د له منځه وړلو په نوم مرکزته د ودانۍ د جوړولو لپاره د پنځه سوه مترمربع په اندازه د ځمکې د اخیستلو په تړاو وه هم بحث وشو.

د دغو دواړو وړاندیزونو په برخه کې پریکړه وشوه، چې د مرکز پل علم ، ازره او خروار ولسوالیو ښوونکو ته په خپلو ولسوالیو کې د ښارګوټو د جوړولو لپاره مناسب ځایونه وټاکل شي او هم د بې سوادۍ د له منځه وړلو مرکز ته د اړتیا وړ ځمکه د ښاروالۍ له لوري ورکړل شي.

د دې غونډې په پای کې د تیرې شوې اداري غونډې پریکړو ته هم یوه ځغلنده کتنه وشوه او له هغه وروسته غونډه پای ته ورسیده.

دیادونې وړده ، چې دغه غونډه په هره اوونی کې یو ځلې د دوشنبې په ورځو جوړیږي.

په درنښت

 د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر