Home خانه

په لوګر کې د مرکز پل علم د پاکولو حشر تر سره شو

شیرمحمد (( ستانکزی))

hashar logar 2 200په لوګر کې د چاپیریال ساتنې د نړۍ والې ورځې په وياړ د ښار پاکولو حشر وشو. دغه یو ورځنی حشرنن د وږې په ۹مه د لوګر د چاپیریال ساتنې ریاست او د ښاروالي ریاست لخوا او د کلیو او پراخیتا ریاست د ملي ثبات پروګرام په مرسته د ښار د پاکولو په موخه په لار واچول شو.

 

hashar logar 1 380hashar logar 2 380

د لوګرد چاپیریال ساتنې ریاست دڅارنې او ارزونې کارپوه حزب الله زمونږخبریال ته وویل:« په دغه ګډ حشر کې له سلوتنوڅخه زیات ځوانانو، چې په کې دښوونځیو زده کوونکي، د دارالمعلیمین زده کړیالان او دولتي مامورین ګډون کړي ؤ.» حزب الله زیاته کړه، په دغه حشر کې دښارهغه سیمې دناپاکواوککړو توکولکه پلاستیکونو، داوبو بوتلونو او نوروشته ناپاکوتوکوڅخه پاکې شوې . دحزب الله په خبره، دغه حشر دچاپیریال ساتنې نړۍ والې ورځې په اړه دلوګردچاپیریال ساتنې ریاست، د لوګرښاروالۍ لخوا او دثبات ملي پروګرام په مرسته په لار واچول شو.

شیرمحمد (( ستانکزی))