Home خانه

په لوګر کې د کانکور آمازیښتي ازموینه واخیستل شوه

shahpoor logar 25شاه پور د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر خبرپاڼه شنبه، وږي ۸ مه

kankor logar 1 200د لوګرپه ولایت کې د سږکال د دولسم ټولګیو له یو شمیر زده کوونکو نه د کانکور ازموینې سره د بلدتیا په مؤخه د کانکور آزمایښتي ازموینه نن واخیستل شوه.
دغه ازموینه د لوګر د پوهنې ریاست په لارښوونه د آذرخش په نوم د یوه خصوصي کورس له خوا د پل علم ښار په لوی جومات کې واخیستل شوه ، چې د سږکال د دولسمو ټولګیو ۳ سوه تنو زده کوونکوپکې ګډون کړی وه.

 

kankor logar 1 380kankor logar 2 380

دغه ازموینه د سږنې کانکور له ازموینې سره د زده کوونکود بلدتیا او آماده ګۍ په خاطر واخیستل شوه.
د یادولو وړده، چې د لوګر د سږنې کانکور په ازموینه کې به شاوخوا ۵ زره کوونکي ګډون ولري.

په درنښت 
د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر