Home خانه

په لوګر کې د پاڅون کونکو مشر د ارسلا جمال د ترور په تور نيول شوی

logar pasoon د لوی اختر په لومړۍ ورځ د پل علم په عيدګاه جومات کې د ترور شوي والي په تور په دې ولايت کې د پاڅون کونکو په نوم د يوې وسله والې ډلې مشر فرهاد اکبري نيول شوی دی. د لوګر د ولايت سرپرست محمد هاشم فيضي وايي چې د پاڅون کونکو مشر په همدې ورځ ډير وارې د ښاري امنيت له مشر سره په ټليفون خبرې کړي دي او خبرې يي څارل شوي دي.

 نوموړی وايي د اړيکو تر څارل کيدو وروسته داسې شک کيږي چې نوموړي دې د ارسلا جمال په وژلو کې لاس لرلی وي. د پاڅون والو په نوم د دې وسله والو ډلې د مشر ورور جواد اکبري هم  منلې چې ورور يي ملي امنيت نيولی دی. بلخوا د لوګر د ولايتي شورا مشر عبدالوي وکيل هم پژواک ته ويلي دي چې په دې دسيسه کې د چارواکو لاس و.

تر دې وړاندې ډير وارې په لوګر کې د شته پاڅون او سيمه ايزو پوليسو د پروژې له امله ډيرو رسنيو او مدني ټولنو خپل غږ پورته کړی و خو د غږ نه اوريدو له ارسلا جمال څخه ژوند واخيست.

فرهاد اکبري د لوګر د مرکز د اړوندې سيمې کلنګار اوسيدونکی دی، تر دې وړاندې په لوګر کې ولسي جرګې ته هم نوماند و چې بريالي نشو او وروسته يي د پاڅون په نوم وسله واله ډله جوړه کړه او په دې سيمه کې به يي خلک ځورول.

تر دې وړاندې هم افغان ځواک داسې يو خبرخپور کړی و چې د دې ولايت د پادخواب شانه سيمې خلک د  همدې پاڅون کونکو له لوري د کابل ـ لوګر په لويه لاره کوز شوي و او په دې تور چې د دوی په سيمه کې وسله والو د کلنګار څو تنه له امريکايانو سره د کار کولو په تور وژلي ځورول شوي و.
هيره دې نه وي چې تر دې د لوګر امنيه قومندان د ملي امنيت مشر او د ملي امنيت د رياست لس کارکونکي د ارسلا جمال د امنيت په ساتنه کې د ځان تيرونې له امله نيول شوي دي.

خو دا چې د دې وسله والو ډلې د مشر نيول کيدل او ورڅخه کيدونکی تحقيق به څومره په کره ډول سره وشي هغه پوښتنه ده چې وخت به يي ځواب و وايي.

خو په لوګر کې ډيرو مدني ټولنو او د دوی استازو له افغان ځواک سره په خبرو کې وويل چې د جمال د ترور په اړه تر دې  دمه د مرکزي حکومت شوې هڅې د ستاينې وړ دي.

دوی هيله مندي وښوده چې له يادو کسانو او لرې شويو هغوو څخه نه يوازې کره تحقيق وشي بلکه بايد د دې تحقيق پايلې هم ولس او په ځانګړي ډول لوګريانو ته روښانه شي.

منبع ویب سایت افغان ځواک ـ خبرخونه